فلسطین (په عربي ژبه کې: فلسطين، په یوناني ژبه کې: Παλαιστίνη, Palaistinē، په لاتین ژبه کې: Palaestinaو په عبراني ژبه کې: פלשתינהPalestina ) په لوېديځه اسيا کې یوه جغرافيايي سيمه ده چې اسرائيلو لوېديځه غاړه، د غزې تنګی په ځینو تعریفو نو کې د اردن لوېدیځه سیمې تر پوښښ لاندې راولي.  

دا نوم د لرغونو یوناني لیکوالانو له لوري کارول کېده او ورپسې د روم یهودیه ولایت ته چې د سوریې فلسطین نوم ته واړول شوو وکارل شو. د بیزانس په دوره کې، دا نوم د لومړي فلسطین او دویم فلسطین د ولایتونو لپاره کارول کېده او د مسلمانانو په لاس د شام له فتحې وروسته، د جند فلسطین پوځي ولسوالي تاسیس شوه. د دې سیمې پولو د تاریخ په اوږدو کې بدلون موندلی. له سیاسي اړخه په دې تعریف شوې سیمه کې زیاتره انجیلي ادعا شوې برخې ګډون لري چې د اسرائیلو د خاورې (په عبرانی ژبه کې: ארץ־ישראלو رومي بڼه یې: Eretz-Yisra'el)، مقدسه ځمکې یا ژمنه شوې ځمکې په نوم یادېږي او د پراخې سویلي سیمې برخې چې په کې کنعان، سوریه، الشام ښار، او سویلي شام ښار ګډون لري، استازیتوب کوي.   [۲]

فلسطین چې د یهودیت او عیسویت د زېږون ځای دی، د دین، دود، سوداګرۍ او سیاست د څلورلارې په توګه ګډوډ تاریخ لري. په دې سیمه کې د برونزو په زمانه کې کنعانیان استوګن شول او د اوسپنې په زمانه کې، د اسرائیلو او یهودا تر نومونو لاندې دوې اسرائیلي اړونده پاچاهیو ظهور وکړ. نوموړې سیمه وروسته د بېلا بېلو سترواکیوو لکه نیو-آشورو نیو بابل او د فارس هخامنشي تر واک لاندې راغله. د هلېنستي واکمنۍ په وړاندې پاڅونونو دا سیمه د یهودي هشموني کورنۍ تر سلطنت لاندې د لنډې مودې لپاره د خپلواکې سیمې په توګه راوسته، خو په تدریجي توګه د روم د سترواکۍ برخه شوه. دا سیمه په اوومه پېړۍ کې د راشدینو خلفاوو په لاس فتحه شوه او په سیمه کې یې د بیزانس واکمنۍ ته د پای ټکی کېښود چې وروسته اموي، عباسي او فاطمي خلافتونه د هغې ځایناستې شول. فلسطین د صلیبی جګړو له دورې وروسته، چې په دې موده کې د عیسویت او اسلام ترمنځ د شخړې مرکز وو، په پراخه کچه مسلمان شو. په ۱۳ پېړۍ کې د مملوک د سلطنت د سوریې ولایت برخه او له ۱۵۱۶ ز کال وروسته، د عثماني سترواکۍ برخه شو. د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې انګلستان له عثمانیانو څخه ونیو او تر ۱۹۴۸ ز کال پورې یې د ملتونو د ټولنې تر ملاتړ لاندې تر واک لاندې ونیو.  

نوموړې سیمه، له ۱۹۴۸ ز کال ورسته په اسرائیلو، لویدیځه غاړه او د غزې تنګي ووېشل شوه. دفلسطین دولت، چې په نیمه توګه د قانوني دولت په بڼه په رسمیت پېژندل شوی دی، له اسرائیلو سره د خپل حاکمیت پر سر په روانه شخړه کې ښکېل دی.[۳][۴][۵]

د نوم تاریخچه

عصري لرغونپوهنې د مصري او آشوري اسنادو څخه ۱۲ لرغونې لیکنې په ګوته کړي چې ښایي د عبراني پېلشیا له رېښو څخه ثبت شوې وي. د "پېلېشیا" اصطلاح ( چې د P-r-s-t د سمبولونو په بڼه توري په توري لیکل شوې ده)  په پنځو لیکنو کې موندل کېږي چې په ګاونډیو خلکو یا برخو چې له ۱۱۵۰ ز کال مخکې له میلاد د مصر د شلمې کورنۍ پرمهال پیل کېږي، دلالت کوي. لومړۍ پېژندل شوې یادونه د مدینه هابو په معبد کې ده چې د هغه خلکو تر منځ پېلېسېټ ته اشاره کوي چې د درېیم رامسس په واکمنۍ کې یې له مصر سره جګړه کړې وه او وروستۍ پېژندل شوی یادونه یې ۳۰۰ کاله وروسته د پادیسېټ په مجسمه باندې ده. اووه موندل شوې آشوري لیکنې د "پلاشتو" یا "پلېستیو" واکمنۍ ته اشاره کوي، چې  په ۸۰۰ کال مخکې له میلاد نه د نېمرود ښار په سلب کې د درېیم اداد نیراري په واک پیل کېږي چې یوه پېړۍ وروسته د ایساراحدون له لوري په یو تړون کې د پوهېدو وړ دي. نه مصري او نه هم آشوري سرچینو د اصطلاح لپاره روښانه سیمه ییزې پولې نه دي وړاندې کړې.  [۶]

د فلسطین د اصطلاح لومړۍ روښانه کارونه چې د فینقيې او مصر ترمنځ په ټوله سیمه دلالت کوي، په پنځمه پېړۍ کې هغه مهال په لرغوني یونان کې وه چې هیرودوت "د فلسطین په نوم (لرغونی یوناني ژبه کې: Συρίη ἡ Παλαιστίνη καλεομένη) د سوریې د یوې ولسوالۍ په اړه" په خپل تاریخ اثر کې لیکنه وکړه چې د یهودا غرونو او د اردن غوڅې درې په کې ګډون درلود. نږدې یوه پېړۍ وروسته ارستو هم د هوا پېژندنې په اثر کې ورته تعریف د دې سمي لپاره وکاراوه چې نوموړي په کې مړ سمندرګی هم ګډ کړی و. وروسته یوناني لیکوالانو، لکه: پولیمون او پاسانیاس هم دا اصطلاح ورته سیمې ته د اشارې لپاره وکاروله، چې ورپسې رومي لیکوالانو، لکه: اوېد، تیبولوس، پامپونیوس مېلا، مشر پلېني،دایو کرېسوستوم، ستاتیوس، پولتار، همدارنګه رومې-یهود لیکوالانو لکه د الکساندریا فیل، او جوزیفس همدې سیمې ته دا اصطلاح کارولې ده. په رسمي توګه یو ولایت ته د اشارې په توګه دا اصطلاح په لومړي ځل په  ۱۳۵ ز کال کې هغه وخت وکارول شوه چې رومي چارواکو، د بارکوخبا د پاڅون له ځپلو وروسته، د یهودا ولایت د جلیل او پارالیا سره یوځای کړ او "سوریه فلسطین یا Syria Palaestina" یې را منځته کړ. داسې نږدې شواهد شته چې هادریان دا نوم بدل کړی و، خو کره نېټه یې معلومه نه ده او د ځینو پوهانو ادعا چې د نوم د بدلون موخه "د یهودا سره د تړاو پرې کول وو،  تر لانجې لاندې ده. [۹][۱۰][۱۱]

په عمومي توګه داسې اتفاق شته چې دا اصطلاح د انجیلي د نوم پېلېشیا رېښه لري (פלשת یا Pəlésheth، معمولاً د Philistia په توګه لیکل کېږي). اصطلاح او د هغې مشتقات د عبراني انجیل په ماسوریتي ټولګه کې له ۲۵۰ ځله څخه ډېر کارول شوي دي، چې ۱۰ ځله یې په تورات کې هم دي، خو د سیمې پولې په کې په ګوته شوې نه دي. نږدې ۲۰۰ پاتې ماءخذونه د قضاتو په کتاب (Book of Judges) او د سامویل په کتابونو کې راغلې دي. دا اصطلاح په اویاګوني (Septuagint) کې چې د فیلیستیم د ځمکې (Γῆ τῶν Φυλιστιείμ) تلفظي ژباړه ده، لږ کارول شوې چې د معاصر یوناني ځای له نوم Palaistínē (Παλαιστίνη) څخه توپیر لري.[۱۸][۱۹][۲۰]

اویاګوني د قضاتو په کتاب او د سمویل په کتابونو کې د دې پر ځای د " allophuloi " (άλλόφυλοι، چې "نور ملتونه" په معنا ده) اصطلاح کارولې، په داسې ډول چې کله چې د سامسونو ساول او ډېوېد په متنونو کې د "فلسطین" اصطلاح، د "وعده شوې ځمکې غیر اسرائیلیانو" په معنا تعبیر شوې او د یهودي زدکړو سرچینې تشرېح کوي چې، دې ملتونو د پیدایښت د سفر په کتاب کې له فلسطینانو څخه توپیر درلود. [۲۱]

د بیزانس په دوره کې، د سوریې فلسطین سیمه، په دوو برخو لومړي فلسطین او دویم فلسطین ووېشل شو او د نقب دښته او د سینا ټاپو د درېیم فلسطین برخه شوې. د مسلمانانو له فتحې وروسته، د هغو ځايونو نومونه چې د بیزانس د ادارې له خوا کارول کېدل، په عربي ژبه کې هم په معمول ډول وکارول شول. د "فلسطین" د نوم کارونه، په لومړۍ عصري انګلیسي کې عامه شوه او په انګلیسي او عربي ژبو کې د بیت المقدس د متصرفې په وخت کې کارول کېده او د بریتانیې تر ملاتړ لاندې د رسمي ځای نوم په توګه بېرته راپورته شو.  

کنعان ، د اسرائیلو خاوره، ژمنه شوې ځمکه، لویه سوریه، سپیڅلې ځمکه، یهودا ولایت، یهوداو کویل-سوریه (بېکا دره)، "اسرائیل هاشلمه"، د اسرائیلو سلطنت، د بیت المقدس سلطنت، صهیون، رتن، (لرغونی مصر)، سویلي سوریه، سویلي شام او سوریه فلسطین هغه ځینې نور اصطلاحات دي چې د دې خاروې ټولې یا یوې برخې ته اشاره کوي.  

تاریخ

کلتور

جغرافیه

کلتور

سرچینې

  1.   ويکيډاټا کې (P402) ځانګړنې بدلې کړئ د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  2. Lehmann, Clayton Miles (Summer 1998). "Palestine: History: 135–337: Syria Palaestina and the Tetrarchy". The On-line Encyclopedia of the Roman Provinces. University of South Dakota. “In the aftermath of the Bar Cochba Revolt, the Romans excluded Jews from a large area around Aelia Capitolina, which Gentiles only inhabited. The province now hosted two legions and many auxiliary units, two colonies, and--to complete the disassociation with Judaea--a new name, Syria Palaestina.” 
  3. "Palestinians win implicit U.N. recognition of sovereign state". Reuters. 29 November 2012. ترلاسه‌کېدو نېټه 29 November 2012.
  4. Miskin, Maayana (5 December 2012). "PA Weighs 'State of Palestine' Passport". israelnationalnews.com. Arutz Sheva. خوندي شوی له اصلي څخه په 7 December 2012. ترلاسه‌کېدو نېټه 8 June 2014. A senior PA official revealed the plans in an interview with Al-Quds newspaper. The change to 'state' status is important because it shows that 'the state of Palestine is occupied,' he said.
  5. "State of Palestine name change shows limitations". AP. 17 January 2013. خوندي شوی له the original on 10 January 2013. Israel remains in charge of territories the world says should one day make up that state.
  6. Room 2006, p. 285
  7. "Herodotus, The Histories, book 3, chapter 91, section 1". www.perseus.tufts.edu.
  8. Louis H. Feldman, whose view differs from that of Robinson, thinks that Josephus, when referring to Palestine, had in mind only the coastal region, writing: "Writers on geography in the first century [CE] clearly differentiate Judaea from Palestine. ...Jewish writers, notably Philo and Josephus, with few exceptions refer to the land as Judaea, reserving the name Palestine for the coastal area occupied [formerly] by the Philistines." (END QUOTE). See: p. 1 in: Feldman, Louis (1990). "Some Observations on the Name of Palestine". Hebrew Union College Annual. 61: 1–23. JSTOR 23508170..
  9. Robinson, 1865, p.15: "Palestine, or Palestina, now the most common name for the Holy Land, occurs three times in the English version of the Old Testament; and is there put for the Hebrew name פלשת, elsewhere rendered Philistia. As thus used, it refers strictly and only to the country of the Philistines, in the southwest corner of the land. So, too, in the Greek form, Παλαςτίνη, it is used by Josephus. But both Josephus and Philo apply the name to the whole land of the Hebrews ; and Greek and Roman writers employed it in the like extent."
  10. Room 2006, p. 285
  11. Robinson, 1865, p.15: "Palestine, or Palestina, now the most common name for the Holy Land, occurs three times in the English version of the Old Testament; and is there put for the Hebrew name פלשת, elsewhere rendered Philistia. As thus used, it refers strictly and only to the country of the Philistines, in the southwest corner of the land. So, too, in the Greek form, Παλαςτίνη, it is used by Josephus. But both Josephus and Philo apply the name to the whole land of the Hebrews ; and Greek and Roman writers employed it in the like extent."
  12. Lewis, 1993, p. 153.
  13. Drews 1998, p. 49: "Our names 'Philistia' and 'Philistines' are unfortunate obfuscations, first introduced by the translators of the LXX and made definitive by Jerome's Vg. When turning a Hebrew text into Greek, the translators of the LXX might simply—as Josephus was later to do—have Hellenized the Hebrew פְּלִשְׁתִּים as Παλαιστίνοι, and the toponym פְּלִשְׁתִּ as Παλαιστίνη. Instead, they avoided the toponym altogether, turning it into an ethnonym. As for the ethnonym, they chose sometimes to transliterate it (incorrectly aspirating the initial letter, perhaps to compensate for their inability to aspirate the sigma) as φυλιστιιμ, a word that looked exotic rather than familiar, and more often to translate it as άλλόφυλοι. Jerome followed the LXX's lead in eradicating the names, 'Palestine' and 'Palestinians', from his Old Testament, a practice adopted in most modern translations of the Bible."